د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال، مولوي قدرت الله جمال په کابل کې د اوزبیکستان له سفیر «اویبک عثماناف» سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د افغانستان – اوزبیکستان پر تاریخي، فرهنګي، اسلامي او ګرځندوی اړیکو، د ګډو فرهنګي میراثونو پر ساتنې او پېژندنې، د ګرځندوی پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر لا پیاوړتیا خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي جمال له قوله ټینګار شوی چې د تاریخي، فرهنګي، اسلامي او زیارتي ګرځندوی په برخو کې د ګډو پروګرامونو جوړول د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابرولای شي.
نوموړي ویلي چې اوزبیکستاني سیلانیان د بلخ، هرات، غزني، بامیان، غزني او کابل په څېر د افغانستان له لرغونو تاریخي او فرهنګي سیمو او د اسلامي تمدن له مهمو مرکزونو څخه لیدنه کولای شي.
بلخوا د اوزبیکستان سفیر ویلي، ټاکل شوې چې د دغه هېواد یو سیاحتي او فرهنګي پلاوی په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي او د هېواد له یو شمېر تاریخي او لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړي.

