ډېر لوستل شوي

له بهرنیو ژبو څخه د هېواد رسمي ژبو ته ۱۰ علمي ـ څېړنیز اثار ژباړل شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان علومو اکاډمۍ په تېر يوه کال کې د اسلامي، بشري، طبیعي او تخنیکي علومو په برخو کې ۱۴ علمي ـ څېړنیزې پروژې بشپړې کړې دي.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په څلورم مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، په همدې موده کې ۱۶۴ علمي ـ څېړنیزې مقالې بشپړې او خپرې شوې، ۱۰۰ علمي ـ څېړنیز کنفرانسونه او ۶ علمي ـ څېړنیز سیمینارونه جوړ شوي دي.
مولوي ذبيح‌الله مجاهد زياته کړې، له بهرنیو ژبو څخه د هېواد رسمي ژبو ته ۱۰ علمي ـ څېړنیز اثار ژباړل شوي چې په دې لړ کې د امام ماوردي رحمه‌الله «الاحکام السلطانیه» کتاب هم شامل دی. همداراز د «پښتو ادبي دایرة‌المعارف» لومړی ټوک بشپړ شوی دی.
د اسلامي امارت وياند په وينا، د بانکي قضیو د رسېدنې طرزالعمل هم تدوین شوی او د ۱۹۲ نورو علمي ـ څېړنیزو پروژو چارې لا هم روانې دي.

اړوند خبرونه