ډېر لوستل شوي

نن دوشنبه د پښتنو او بلوڅو د پیوستون له ورځې سره برابره ده

نن دوشنبه، د اګست ۳۱مه، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي له نهمې سره برابره ده، د پښتنو او بلوڅو د پیوستون له ورځې سره برابره ده.

هغه ورځ چې په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې د دغو دوو قومونو د تاریخي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو د یادونې په موخه نمانځل کېږي.

د مورخینو او توکمپوهانو له انده، په افغانستان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځې نمانځنه له ۱۳۲۸ لمریز کال څخه پیل شوې او په بېلابېلو دورو کې د ‘پښتونستان ورځې’ په نوم هم یاده شوې ده.

 په تېرو کلونو کې د دې ورځې نمانځنه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د غونډو، سیمینارونو، کنفرانسونو او نورو مراسمو له لارې ترسره کېده. ددغې ورځې په مناسبت، قومي مشرانو، فرهنګي فعالانو، ځوانانو او دولتي چارواکو د پښتنو او بلوڅو پر تاریخي اړیکو، ګډو فرهنګي ارزښتونو، ټولنیزو مناسباتو او د دواړو قومونو ترمنځ پر ورورګلوۍ او پیوستون ټینګار کړی دی.

پښتانه او بلوڅ د سیمې له لرغونو او مهمو قومونو څخه دي چې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د سیمې په ځینو نورو برخو کې هم مېشت دي. د دواړو قومونو ترمنځ د جغرافیایي نږدېوالي ترڅنګ، د تاریخ په اوږدو کې د سوداګرۍ، کلتور، ټولنیزو اړیکو او ګډو سیمه‌ییزو مناسباتو له لارې ګډې اړیکې لرلې.

په افغانستان کې د دې ورځې د نمانځنې له مهمو موخو څخه د پښتنو او بلوڅو ترمنځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو یادونه، د ګډو ارزښتونو پیاوړتیا او د دواړو قومونو ترمنځ د پیوستون او متقابلې همکارۍ د روحیې پراختیا بلل شوې ده.

اړوند خبرونه