ډېر لوستل شوي

خوست کې د کتابونو په درې‌ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره کسانو ګډون درلود

په خوست ولایت کې د «کلمات» علمي او څېړنیزې ادارې په همکاۍ جوړ شوي د کتابونو درې‌ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره کسانو ګډون کړی و.

اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې په دغه نندارتون کې د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو په بیو کې ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، او همداراز د ټاکلي مهالوېش ‌له مخې له ۵۰ څخه د زیاتو ښوونځیو زده‌کوونکو هم ګډون کړی و.

د یادولو ده چې د کتابونو دا درې‌‌ورځنی نندارتون د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، مطالعې ته د ځوانانو هڅولو، د لیکوالانو او کتاب‌پلورونکو ملاتړ او د ځوانانو او زده‌کوونکو د علمي او فکري هڅونې په موخه جوړ شوی و.

په دې نندارتون کې د (چټکې مطالعې) ځانګړی پروګرام هم جوړ شوی و چې ګډونوالو ته پکې له دریو (نرمه جګړه، د شیطان پرستانو ګمراهي او الحاد) څخه یو ټاکلی کتاب ورکول کېده او ګډونوالو به په یو ساعت کې مطالعه کاوه.

د خبرپاڼې له مخې چې له مطالعې وروسته سمدستي له ګډونوالو ازموینه اخیستل کېده، د ازموینې د پاڼو له کتنې وروسته بریالیو ګډونوالو ته معنوي ډالۍ ورکول شوې دي.

اړوند خبرونه