ډېر لوستل شوي

په ورځني ژوند کې پیسې څنګه مدیریت کړو؟

پیسې د انسان د ورځني ژوند له مهمو اړتیاوو څخه دي، خو یوازې عاید لرل د مالي ثبات لپاره بسنه نه کوي. د عاید سم مدیریت، د لګښتونو کنټرول او سپما هغه مهم اصول دي، چې انسان له بې‌ځایه لګښت او مالي ستونزو ژغوري او د راتلونکي لپاره یې د لا ښه چمتووالي زمینه برابروي.

له همدې امله، په ورځني ژوند کې د پیسو او عاید د سم مدیریت زده‌کړه اړینه ده، څو خپلې اړتیاوې په سمه توګه تنظیم، غیرضروري لګښتونه کم او له محدودو مالي سرچینو څخه اغېزمنه ګټه واخلو.

۱. د پیسو ارزښت ته پام وکړئ

د پیسو د سم مدیریت لپاره لومړی اړینه ده چې د پیسو پر ارزښت پوه شو. پیسې یوازې يوه مصرفي وسیله نه ده، بلکې د انسان د ډېرو اساسي اړتیاوو د پوره کولو، د ناڅاپي ستونزو د هوارولو او د راتلونکي لپاره د چمتووالي وسیله هم ده.

کله چې یو څوک د خپلو پیسو ارزښت درک کړي، هڅه کوي هره افغانۍ په فکر او د اړتیا له مخې ولګوي. د بېلګې په توګه، که د یوې ورځې عاید مو محدود وي، باید لومړی د خوړو، کور، روغتیا او نورو اړینو اړتیاوو لپاره لګښت وټاکئ او وروسته د هغو شیانو په اړه فکر وکړئ چې یوازې مو خوښېږي، خو اړتیا ورته نه لرئ.

د پیسو له ارزښت پېژندو څخه موخه دا نه ده، چې انسان باید له خپلو پیسو خوند وانه‌خلي، بلکې هدف دا دی چې پیسې د اړتیا، لومړیتوب او راتلونکي په پام کې نیولو سره ولګول شي. که د عاید یوه برخه بې‌ځایه ولګول شي، ښايي په راتلونکي کې یې د یوې مهمې اړتیا پر مهال کمی احساس کړو.

له همدې امله په مالي نظم کې لومړی مهم ګام دا دی، چې پیسو ته ارزښت ورکړو او تر لګښت وړاندې یې له ځانه وپوښتو:

دا لګښت رښتیا هم اړین دی، که یوازې یوه غیرضروري غوښتنه ده؟

۲. د عاید او لګښتونو لپاره بودجه ځانګړې کړئپ

د پیسو د ښه مدیریت لپاره یو بل مهم ګام د بودجې ځانګړي کول دي. بودجه له يوه کس سره مرسته کوي پوه شي، څومره عاید لري، په څه اندازه پیسې مصرفوي او د خپلو اړتیاوو لپاره څومره پیسې ځانګړې کولی شي.

په دې برخه کې لومړی خپل ټول عاید معلوم کړئ، که میاشتنی معاش وي، د کاروبار ګټه وي او یا له بلې لارې ترلاسه کېدونکی عاید وي باید اندازه یې معلومه شي. وروسته خپل لګښتونه ولیکئ او پر دوو برخو؛ اړینو او نااړینو (غیرضروري) یې ووېشئ. د خوړو، کور، روغتیا، برېښنا او تګ‌راتګ لپاره ځانګړې شوې پیسې اړین لګښتونه دي. نا اړین یا غیرضروري لګښتونه هغه دي، چې له هغوی پرته هم ورځنی ژوند پر مخ تللی شي لکه؛ اضافي شیان اخیستل او نور.

کله چې بودجه ځانګړې کوئ، اړینو اړتیاوو ته لومړیتوب ته ورکړئ او هڅه وکړئ چې لګښتونه له عاید څخه زیات نه شي. که د میاشتې په پیل کې د خپلو مهمو مصارفو لپاره مشخصه اندازه وټاکل شي، د میاشتې تر پایه د بې‌ځایه مصرف او د پیسو د کمښت امکان کمېږي.

د بېلګې په توګه، که یو کس خپل میاشتنی عاید ۲۰ زره افغانۍ وي، کولی شي لومړی د کور، خوراک، روغتیا او نورو اړینو اړتیاوو لپاره اندازه وټاکي، یوه برخه سپما ته ځانګړې کړي او یوازې پاتې پیسې په غیرضروري لګښتونو کې مصرف کړي. لنډه خبره دا ده چې بودجه د پیسو د کمښت ستونزه نه حلوي، خو له شته عاید څخه د سمې ګټې اخیستنې لاره درښيي.

۳. د غیرضروري لګښتونو مخنیوی وکړئ

د پیسو د ښه مدیریت لپاره یوازې د عاید او لګښتونو بودجه جوړول بسنه نه کوي، بلکې مهمه ده چې د خپلو لګښتونو د کنټرول لپاره هم عملي تګلاره ولرو. ډېر وخت هغه کوچني او تکراري مصارف چې ډېر مهم نه ښکاري، د میاشتې په پای کې د پام وړ اندازه پیسې مصرفوي.

د دې لپاره چې له غیرضروري لګښتونو ځان وساتو، د هرې اخیستنې پر مهال باید له ځانه وپوښتو، چې دې شي ته رښتیا هم اړتیا لرم، که یوازې مې خوښ شوی؟ دا ساده پوښتنه کولی شي د ډېرو بې‌ځایه پېرودونو مخه ونیسي. ښار یا هټۍ ته له تګ وړاندې د اړتیا وړ توکو لېست جوړول هم د لګښتونو د کنټرول یوه اسانه لار ده. که له ټاکلي لېست سره سم پېر وشي، د هغو شیانو د اخیستلو امکان کمېږي چې اړتیا ورته نه لرو.

همدارنګه، باید خپل ورځني کوچني لګښتونه هم له پامه ونه غورځوو. کېدای شي یو لګښت ډېر لږ وي، خو که هره ورځ یا په دوامداره توګه تکرار شي، د میاشتې او کال په اوږدو کې د پام وړ اندازه پیسې پرې مصرفېږي.

د پیسو مدیریت په دې معنا نه دی چې انسان دې هېڅ مصرف ونه کړي، بلکې موخه دا ده چې هر لګښت د اړتیا، ګټې او مالي توان له مخې ترسره شي. کله چې غیرضروري لګښتونه کم کړو، هماغه پیسې کولی شو د سپما، مهمو اړتیاوو یا راتلونکو موخو لپاره ځانګړې کړو.

۴. سپما؛ د راتلونکي لپاره مالي زېرمه ده

سپما د مالي ثبات لپاره یو مهم اصل دی. هيڅوک نه شي کولی چې د سبا اټکل وکړي، کېدای شي ناڅاپه ناروغي، بېړنی لګښت، د کار له لاسه ورکول یا بله اړتیا رامنځته شي. په داسې وخت کې له مخکې ساتل شوې پیسې کولی شي د مالي فشار کچه راټیټه کړي.

سپما د ډېرو پیسو له شتون سره تړاو نه لري. که عاید مو محدود هم وي، کولای شئ هره میاشت یا هره اوونۍ یوه کوچنۍ اندازه پیسې ځانګړې کړئ. مهمه خبره د اندازې پر ځای دوام دی. که یو کس هره ورځ یوازې ۱۰ افغانۍ هم وسپموي، د وخت په تېرېدو سره یې یوه اندازه مالي زېرمه جوړېږي.

د سپما لپاره غوره ده چې ټاکلې پیسې له عاید ترلاسه کولو سره سمې بېلې شي، نه دا چې د میاشتې په پای کې د پاتې پیسو له منځه سپما وشي. همدارنګه، سپما باید د مشخص هدف لپاره وي؛ لکه د بیړنیو اړتیاوو، زده‌کړو، روغتیا یا راتلونکې پانګونې لپاره.

تر ټولو مهمه دا ده چې سپما د لنډمهاله پرېکړې پر ځای په دوامدار مالي عادت بدله شي. لږه؛ خو منظمه سپما، د ډېرو پیسو له بې‌نظمه ساتلو څخه ډېره ګټوره تمامېدای شي.

۵. پور يا قرض په احتیاط مدیریت کړئ

پور اخیستل کله ناکله د اړتیا د پوره کولو لپاره یوه ګټوره لاره وي، خو که له مالي توان پرته واخیستل شي، د انسان پر اقتصادي وضعیت د پام وړ فشار راوستلای شي. له همدې امله، د پور له اخیستو مخکې باید په دقت وکتل شي چې ولې پور ته اړتیا ده او د بېرته ورکولو توان یې شته که نه.

که پور اخیستل اړین وي، باید د پور اندازه، د بېرته ورکړې موده او د قسطونو توان له مخکې معلوم شي. هڅه وکړئ داسې پور وانه‌خلئ چې د کورنۍ نور مهم مالي مسوولیتونه مو له ستونزې سره مخ کړي.

همدارنګه، د یوه پور د پرې کولو لپاره د بل پور له اخيستلو ډډه وکړئ، ځکه دا کار د پورونو د زیاتېدو او د مالي فشار د دوام سبب کېدای شي. د پورونو منظم ثبت او پر وخت یې ادا کول د مالي نظم په ساتلو کې مهمه ونډه لري.

په ټوله کې، ښه مالي مدیریت دا دی، چې پور یوازې د اړتیا پر مهال او د بېرته ورکولو د روښانه پلان له مخې واخیستل شي، ترڅو چې لنډمهاله اړتیا پر اوږدمهالې مالي ستونزه بدله نه شي.

۶. د عاید سرچینې زیاتې کړئ

یوازې د لګښتونو کمول د مالي وضعیت د ښه کېدو یوازینۍ لاره نه ده؛ د عاید د زیاتولو هڅه هم د مالي ثبات په رامنځته کولو کې مهمه ده. که يو چاته شرایط د دې اجازه ورکوي، کولای شي د خپل اصلي کار ترڅنګ د اضافي عاید لپاره مناسبه او حلاله سرچینه پیدا کړي.

د اضافي عاید سرچینه کېدای شي د مهارتونو پر بنسټ کوچنی کاروبار، انلاین یا ازاد کار، کرنیز فعالیت، لاسي صنایع او یا د خپلې تجربې له مخې بل مناسب کار وي. مهمه دا ده چې د اضافي کار ټاکنه د شخص له وړتیاوو، وخت او امکاناتو سره برابره وي.

همدارنګه، د نوي مهارت زده‌کړه کولی شي په راتلونکي کې د عاید د زیاتېدو زمینه برابره کړي. مسلکي زده‌کړې او د بازار له اړتیاوو سره سمې وړتیاوې انسان ته د کار او عاید نوي فرصتونه پرانیستلی شي. د عاید د سرچینو پراخول انسان ته دا زمینه برابروي، چې خپل مالي مسوولیتونه په ښه ډول ترسره او د اقتصادي پرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

په ټوله کې ویلای شو، چې د پيسو د ښه مدیریت او مالي ثبات لپاره اړینه ده، چې خپل عاید او لګښتونه په منظم ډول وڅارئ، د اړتیا او غوښتنې ترمنځ توپیر وکړئ او له غیرضروري مصرفونو ډډه وکړئ. همدارنګه، د عاید د زیاتولو لپاره له خپلو مهارتونو او امکاناتو څخه ګټه واخلئ، له کورنۍ سره د مالي چارو په اړه مشوره وکړئ او خپل مالي وضعیت په منظم ډول وارزوئ.

اړوند خبرونه