د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال دوکتور عبدالطیف نظري کابل کې د څېړنیز مرکز په پرانستغونډه کې وویل هر هغه هېواد چې له څېړونکو برخمن شي هلته د پرمختګ ډېرې کړني ترسره کېږي.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي نظري له قوله ويلي چې د پوهنتونو، څېړنیزو مرکزونو، عملي کار او څېړني ځایونو ترمنځ باید اړیکي ټینګي شي.
هغه وړاندیز وکړ، پر هغو څېړنو باید ډېر تمرکز وشي چې خلکو ته د کارموندنې برخه کې ورته اړتیا لیدل کېږي.

