ډېر لوستل شوي

کابل کې د چهل‌ستون غره د ښویېدو د احتمالي خطرونو ارزونه پیل شوې

د کابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د چهل‌ستون سیمې د غره د ښویېدو په اړه د کابل والي په لارښوونه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې شوې دي.

د ياد رياست د خبرپاڼې له مخې، مسوولینو ته ویل شوي چې د پېښې وضعیت له نږدې وڅاري، د سیمې د اوسېدونکو خوندیتوب ته پام‌لرنه وکړي او د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.

اړوندو ادارو ته همداراز سپارښتنه شوې چې د غره د ښویېدو لاملونه او احتمالي خطرونه هر اړخیز وارزوي او د اړتیا پرمهال د خلکو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. دا په داسې مهال ده، تر دې مخکې په ټولنیزو پاڼو کې یوه ویډیو خپره شوې وه چې ښيي د کابل ښار د چهل‌ستون غونډۍ پر سر د منار ترڅنګ درز رامنځته شوی دی.

اړوند خبرونه