ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۱۵۵ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې له تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو ۱۵۵ کورنۍ چې ۶۸۵ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ياد کمېسيون په راپور کې راغلي چې له راستنېدونکو څخه ۵۷ کورنۍ او ۲۷۱ تنه بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي، له ۸۱ کورنیو سره مالي مرستې شوې او ۷۹ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

د راپور له مخې، راستنېدونکو ته روغتیايي او خوراکي خدمتونه هم وړاندې شوي او په بېلابېلو مرکزونو کې سلګونه ناروغان درملنه شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسيون ډاډ ورکوي چې راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت او تثبیت ترڅنګ د ټرانسپورټ، مالي مرستو، روغتیا، خوراک او عامه پوهاوي په برخو کې د خدمتونه وړاندې کول دوام لري.

اړوند خبرونه