ډېر لوستل شوي

د پنجشېر اوسېدونکي: د افغان خاورې دفاع لپاره له اسلامي امارت سره ولاړ يو

د پنجشېر ولایت شتل او عنابې ولسوالیو شاوخوا ۲۰۰ دیني عالمانو، جهادي قوماندانانو، ځوانانو، قومي مخورو او عامو خلکو په یوه پراخه ولسي غونډه کې د پاکستاني پوځي رژيم له لوري پر کونړ، خوست او پکتیا د وروستیو بریدونو غندنه کړې ده.

د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان د خاورې د دفاع لپاره د اسلامي امارت د دفاعي او امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او د هېواد د دفاع په برخه کې د همکارۍ او چمتووالي ډاډ یې ورکړی دی.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم په دې غونډه کې ویلي چې افغانستان اوس یو خپلواک اسلامي نظام لري او اسلامي امارت د خپلو ځواکونو، عصري تجهیزاتو او د خلکو د ملاتړ په مټ د هېواد د دفاع وړتیا لري.

نوموړي د پنجشېر خلکو ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ ویلي چې د هېواد د دفاع په برخه کې د خلکو ملاتړ د نظام او امنیتي ځواکونو مورال پیاوړی کوي.

په غونډه کې قومي مخورو او د پخواني شوروي پر وړاندې د جګړې یو شمېر قوماندانانو هم د افغانستان د نظام د ملاتړ او د هېواد د دفاع لپاره د چمتووالي خبره کړې ده. د پنجشېر د رسنیو دفتر وايي، دغه غونډه د قومي او قبایلي چارو د امریت له لوري د خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه جوړه شوې وه.

اړوند خبرونه