د غزني ښار په ختیځه څنډه، د ‘آهنګرانو’ په سیمه کې د شاوخوا ۱.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په شخصي لګښت د یوه ۲۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې دي.
مسوولین وايي، د دغه روغتون د جوړولو چارې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې او روغتون به د خلکو د خدمت لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دوی په وینا، په دغه روغتون کې به د یتیمانو، کونډو او بېوزلو ناروغانو درملنه د هغوی اقتصادي وضعیت ته په کتو، وړیا یا په تخفیف ترسره کېږي.
ځایي اوسېدونکي وايي، په غزني کې د روغتیايي اسانتیاوو کمښت د دې لامل شوی چې شتمن کسان، پانګوال او نور ځایي اوسېدونکي د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو په برخه کې خپله ونډه واخلي. دوی له شتمنو هېوادوالو هم غوښتنه کوي چې د دغه روغتون د تجهیز او سمبالولو په برخه کې مرسته وکړي.

