ډېر لوستل شوي

پکتیکا کې د ۸۷ میلیونه افغانیو په لګښت عمومي روغتون جوړېږي

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت خبر ورکړی چې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه عمومي روغتون جوړولو پروژه منظور شوې ده.

ياد معاونيت وايي، دا روغتون به د ۳۰ تر ۵۰ بسترو ظرفیت درلودو سره په شپږ جريبه ځمکه د ۱۸ مياشتو په موده کې جوړ او بشپړ شي. د یادې پروژې لګښت د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي او د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې منظوره شوې ده.

اړوند خبرونه