د کابل ولایت مقام خبر ورکړی چې د تېر ۱۴۰۴ کال له پیله د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې تر ۸مې نېټې پورې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې لسګونه خپلمنځي شخړې حل شوې دي.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې دا شخړې د پغمان ولسوالۍ د مسوولینو، د دیني عالمانو، د علماوو شورا، قومي مخورو او د سیمې مشرانو په منځګړیتوب حل شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو خپلمنځي دښمنو له جملې ځینې داسې هم وې چې څو لسیزې مخینه یې لرله او پرمهال یې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شوي هم وو.
سرچینې لیکلي چې د کابل ولایت مشرتابه د اوږدمهاله دښمنیو او شخړو حلوفصل د امنیت ټینګښت، ټولنیز یووالي پیاوړتیا، د تاوتریخوالي مخنیوي او د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او خواخوږۍ روحیې پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بولي.

