ډېر لوستل شوي

د ایران خبرداری؛ که برید راباندې وکړئ، ځوابي برید ته به په تمه نه‌شو

د امريکا او اسراييلو د احتمالي بريد له چمتووالي وروسته، د ایران د سپاه پاسدارانو ویاند حسین محبي خبرداری ورکړی چې پر ایران د هر هېواد د برید پرمهال به دا ځواک تعرضي او نامتقارن ځواب ورکړي.

نوموړي ویلي، د سپاه پاسدارانو پوځي تګلاره له دفاعي دریځه تعرضي چلند ته بدله شوې ده.

بل‌خوا، نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو او باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا او اسراییل پوځونه د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د احتمالي نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي جنګي الوتکو هم د ایران لوېدیځو پولو ته څېرمه د ځواک ښودلو په موخه پوځي تمرینونه ترسره کړي دي.

اړوند خبرونه