ډېر لوستل شوي

روسیه له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، مسکو غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه او دفاعي همکاری پراخې کړي.

زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، روسیه چمتو ده چې له ډیپلوماټیکو لارو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په حل کې هم مرسته وکړي.

نوموړې ټینګار کړی چې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه ګډ مسوولیت دی او د دې هدف ترلاسه کول د اړوندو هېوادونو رغنده تعامل او ګډو هڅو ته اړتیا لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې روسیې او افغانستان د مې میاشتې پر ۲۷مه د پوځي ـ تخنیکي همکاریو تړون هم لاسلیک کړی و.

اړوند خبرونه