ډېر لوستل شوي

شاهدالکریم: سعودي د دوو بنګله‌دېشي وګړو د اعدام په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی راکړی

د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت ویاند شاهدالکریم وایي، سعودي عربستان د دوو بنګله‌دېشي وګړو د اعدام په اړه د ډاکې پوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

شاهدالکریم د چهارشنبې په ورځ ویلي، دغه دوه وګړي د اکتوبر په ۱۴مه په سعودي عربستان کې له دې پرته اعدام شوي چې د بنګله‌دېش ډیپلوماټیک ماموریت یې په اړه مخکې خبر شوی وی.

د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیرې شمع عبید اسلام ویلي، حکومت یې د محکمې د پرېکړو کاپي، د جرمونو کره جزییات او د اعدامونو په اړه د خپل ډیپلوماټیک ماموریت د نه خبرولو لاملونه غوښتي دي.

د سعودي کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یو سړی او یوه ښځه په مکه مکرمه کې د یوه جومات دننه د نامناسبو کړنو په تور له محکومېدو وروسته اعدام شوي دي.

سعودي عربستان د بنګله‌دېشي کارګرانو تر ټولو لوی بهرنی بازار دی او شاوخوا ۳.۵ میلیونه بنګله‌دېشي وګړي په دغه هېواد کې کار کوي.

اړوند خبرونه