ډېر لوستل شوي

نیویارک ټایمز: امریکا او اسراییل په ایران د سختو پوځي عملیاتو پر طرحو کار کوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو او باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا او اسراییل پوځونه له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي، خو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه لا نه ده معلومه.

د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو پوځونه د لنډمهالو، خو سختو پوځي عملیاتو پر طرحو کار کوي او د عراق پر فضا د پوځي تمرینونو او الوتنو په زیاتولو سره د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسېټ هم اسراییل ته د خپل وروستي سفر پر مهال له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د دغو احتمالي عملیاتو په اړه خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه