د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسلهوالو د انډس پر لویه لار د پاکستان حکومت مامورينو په ګډون له ۲۰ زیات د بورې د يوې کارخونې کارکوونکي تښتولي دي.
پاکستاني پوليسو ويلي، پېښه د ښار شاوخوا ۳۵ کیلومترۍ کې د پاراوا پولیسو حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.
تر پېښې وروسته، د تښتول شویو کسانو خپلوانو د چودهوان مور په سیمه کې لویه لار تړلې او د خپلو عزیزانو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
تر اوسه هېڅ وسلهوالې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې د دولتي او امنیتي کارکوونکو د تښتونې پېښې زیاتې شوې دي.

