ډېر لوستل شوي

ایران: هرمز تنګي کې مو د امریکا بې‌پیلوټه الوتکه را نسکوره کړې

سپاه پاسدارانو خبر ورکړی چې د ایران هوايي دفاعي سیسټمونو د هرمز تنګي په ختیځه برخه کې د امریکا یوه «MQ-1» بې‌پیلوټه الوتکه پېژندلې او نسکوره کړې ده.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه الوتکه د سپاه پاسدارانو د هوايي دفاعي ځواکونو له لوري د نویو دفاعي سیسټمونو په وسیله پېژندل شوې ده. راپور زیاتوي چې د دې الوتکې په نسکورېدو سره د ایران له لوري د له منځه وړل شویو امریکايي «MQ-1» ډوله بې‌پیلوټه الوتکو شمېر ۱۴ او د «MQ-9» ډوله الوتکو شمېر ۵۴ ته رسېدلی دی.

اړوند خبرونه