ډېر لوستل شوي

عراقچي: ایراني ځواکونه احتمالي جګړې ته بشپړ چمتو دي

د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي وایي چې تهران د جګړې د پیل احتمال نه ردوي، او هر ډول پېښو ته بشپړ چمتووالی لري.

عراقچي ډاډ څرګند کړی چې اوسمهال ایران خپلې وسلې عصري کړې دي او ځواکونه یې د نویو وسلو په ازمویلو سره د جګړې لپاره بشپړ چمتو دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا له امریکا سره د مذاکراتو پیلېدو لپاره د تهران د شرطونو پر منل‌ کېدو ټینګار کړی او په وینا یې چې دوی د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسېدل غواړي.

تر دې مخکې ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې امریکا ښايي دا ځل پر ایران پراخ بریدونه پيل کړي دي.

اړوند خبرونه