ډېر لوستل شوي

پاکستان کې د بېوزلۍ کچه ۲۹ سلنې ته لوړه شوې

د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې، په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو پر مهال ۲۹ سلنې ته لوړه شوې او په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۲.۶ میلیونه کسان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه.

راپور زیاتوي چې له ۵۷.۶ میلیونو څخه ډېر پاکستانیان په ورځ کې له درېیو امریکايي ډالرو څخه په لږ عاید خپل ژوند تېروي.

نړیوال بانک د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل، اقتصادي رکود او د خلکو د عوایدو کمښت په پاکستان کې د بېوزلۍ د زیاتوالي اساسي لاملونه بللي دي.

د راپور له مخې، د اقتصادي ستونزو دوام د میلیونونو پاکستانیانو د ژوند پر وضعیت منفي اغېز کړی او د هغوی د پېرلو ځواک یې کمزوری کړی دی.

اړوند خبرونه