ډېر لوستل شوي

ایران: هرمز تنګي کې له ماینونو سره د ټکر له امله دوه د تېلو ټانکرونه چاودېدلي

د ایران سپاه پاسدارانو ویلي چې په هرمز تنګي کې د تېلو دوه لېږدوونکي ټانکرونه له سمندري ماینونو سره د ټکر له امله چاودېدلي دي.

رویټرز خبري اژانس د سپاه پاسدارانو په حواله راپور ورکړی چې یاد ټانکرونه د هرمز تنګي له هغو سمندري لارو تېرېدل چې ایران پرې د تګ راتګ بندیز لګولی و.

د سپاه پاسدارانو په وینا، دغه پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې چې ټانکرونو د ایران له لوري منع شوې لارې کارولې دي.

اړوند خبرونه