ډېر لوستل شوي

امریکايي ځواکونو په هرمز تنګي کې د ایران پر پوځي اهدافو بریدونه کړي

د امریکا یوه چارواکي اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران پر یو شمېر پوځي اهدافو دفاعي بریدونه ترسره کړي دي.

د دغه چارواکي په وینا، په بریدونو کې هغه ایراني پوځي مرکزونه په نښه شوي چې د ځمکې څخه هوا ته د توغندیو په کارولو سره یې د امریکا پوځي تجهیزات ګواښل.

په ورته مهال، د ایران دولتي ټلوېزیون د هرمز تنګي ته څېرمه د قشم په ټاپو کې د چاودنو د غږونو له اورېدل کېدو خبر ورکړی دی.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه پوځي اقدام محدود ښکاري او په سیمه کې د پراخو جګړو د بیا پیل نښه نه ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه