ډېر لوستل شوي

سعودي عربستان او سوریې د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ

د سعودي عربستان او سوریې د دفاع وزارتونو ترمنځ د پوځي همکاریو تړون لاسلیک شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه تړون ریاض ته د سوریې د انتقالي دولت د مشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.

د راپور له مخې، تر اوسه د دغه تړون د محتوا او جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو رویټرز تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې سوریه له حوثيانو سره په جګړه کې له سعودي عربستان سره د پوځي مرستې پر برابرولو غور کوي.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د یمن حوثيانو لا هم د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو له لارې پر سعودي عربستان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

اړوند خبرونه