رويټرز خبري اژانس د سوېلي کوریا دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې شمالي کوریا د دې هېواد ختیځو اوبو په لور څو توغندي توغولي دي.
ياد وزارت ويلي چې د دې هېواد پوځ د شمالي کوریا له ختیځ ساحل څخه د توغول شویو څو توغندیو د کشف خبر ورکړی، خو د دغو توغندیو د ډول او واټن په اړه یې جزئیات نه دي خپاره کړي.
د راپور له مخې، ياد توغندي د شمالي کوریا د مشر «کیم جونګ اون» د خور «کیم یو جونګ» له هغو څرګندونو څو ساعته وروسته توغول شوي چې ویلي یې دي پیونګیانګ به تر هغه له واشنګټن سره خبرې ونه کړي، څو چې امریکا خپله دښمنانه پالیسي بدله نه کړي.
دا په داسې مهال ده چې د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل شمالي کوریايي سیال سره د لیدنې لېوالتیا ښودلې ده.

