ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر اخوند د جوزجان د یتیم‌تاق د ګازو له سیمې لیدنه کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د جوزجان ولایت د یتیم‌تاق د ګازو له سیمې لیدنه کړې او د ګازو د استخراج او نویو څاګانو د کیندلو بهیر یې له نږدې ارزولی دی.

یاد معاونیت په خپره کړې خبرپاڼه کې د افغان ګاز امارتي شرکت د مسوولینو په حواله ویلي، اوس مهال په یتیم‌تاق کې اووه د ګازو څاګانې فعالې دي او د پنځو نورو څاګانو د کیندلو تړون له یوه بهرني شرکت سره لاسلیک شوی چې چارې یې هم پیل شوې دي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، له فعالو څاګانو څخه هره ورځ تر ۶۵۰ زره مترمکعب ډېر ګاز استخراج او له پروسس وروسته مصرفوونکو ته وړاندې کېږي چې ۴۰۰ زره مترمکعب یې د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت، ۲۵۰ زره مترمکعب یې د بیات پاور شرکت او پاتې اندازه یې بازار ته لېږدول کېږي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د لیدنې پر مهال د ګازو د استخراج پر مهال د منل شویو معیارونو پر مراعتولو او د نویو څاګانو پر معیاري کیندلو ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، افغانستان د طبیعي ګازو پراخې زېرمې لري او پانګوال کولای شي د دغو زېرمو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه وکړي. هغه زیاته کړې، اسلامي امارت پانګوالو ته د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال او اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

اړوند خبرونه