ډېر لوستل شوي

پنجشېر له نورستان او بدخشان ولایتونو سره د سړکونو له لارې ونښلول شو

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې د نږدې ۱.۸ میلیارده افغانیو په لګښت د سړکونو ګڼې پروژې پلې شوې دي.

ياد دفتر وايي، په دې موده کې په بېلابېلو ولسوالیو، کلیو او درو کې نږدې ۸۰ سړکونه جوړ او ترمیم شوي چې شاوخوا ۴۵ یې نوي سړکونه دي. همدارنګه، له نورستان او بدخشان ولایتونو سره نښلوونکي سړکونه بشپړ شوي او له تخار سره د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۹۵ سلنه پر مخ تللې دي.

د پنجشېر ولایت د ځانګړې لېوا د انجینرۍ کنډک مسوول شیخ نقیب‌الله فرقاني وايي، د پنجشېر ـ بدخشان ۲۷۰ کیلومتره سړک جوړ شوی او تګ راتګ پرې پیل شوی، خو د پنجشېر ـ تخار سړک د جوړولو چارې هم وروستۍ پړاو ته رسېدلې دي.

د نوموړي په وینا، د پنجشېر لویې لارې د ترمیم چارې هم د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي او پلان لري چې له لغمان او کاپیسا ولایتونو سره د دغه ولایت د نښلولو لپاره هم د سړکونو جوړولو چارې پیل کړي.

د مسوولینو په وینا، د دغو پروژو موخه د پنجشېر د ټرانسپورټي اړیکو پراخول، د خلکو د تګ راتګ د ستونزو کمول او د سوداګرۍ، پانګونې او سیاحت ودې ته زمینه برابرول دي.

اړوند خبرونه