د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سمیعالحق حقبیان اميد راډيو ته ويلي، د دغه ولایت د اندر سېر سیمې په یوه منځني ښوونځي کې د چاودنې له امله اوو زدهکوونکو خپل ژوند بايللی او ۹۷ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، چاودنه د ښوونځي ترڅنګ په یوه کور کې د کانونو لپاره د زېرمه شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
حقبیان زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د کونړ روغتون ته لېږدول شوي، ځینې یې له درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي او ډېری نور د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

