ډېر لوستل شوي

خوړو نړیوال پروګرام: تېر ۲۰۲۳ کال کې مو له افغانانو سره تر ۳۵۰ زره ټنو خوراکي توکو مرسته کړې ده

د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړيوال پروګرام وايي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې يې له افغانستان سره د ۳۵۰زره ټنو خوراکي توکو مرسته ترسره کړې ده.

دغه بنسټ پر خپلې اېکس پاڼې ليکلي چې د بودیجې د نشت او نورو سترو ننګونو باوجود یې د افغانستان له نېسمنو وګړو سره خپلې مرستې نه دي سپمولي.

د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تازه موندنه کې ښودلې چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د بې کاري او بې وزلي کچه زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د خوړو نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غوښتي وو چې د بودیجې دکمښت ستونزه یې ورحل کړي.

اړوند خبرونه