ډېر لوستل شوي

امیرالمؤمنین حفظه الله د دیني زده‌کړو پر دوام او د استادانو پر درناوي ټینګار کړی

امیرالمؤمنین شیخ هبةالله اخندزاده پرون د پنجشنبې په ورځ د کندهار په جهادي مدرسه کې د وینا پر مهال له زده‌کوونکو غوښتي چې دیني زده‌کړو ته دوام ورکړي، خپل علم نورو ته ورسوي او له تکبر څخه ډډه وکړي.

نوموړي علم د دین د پېژندلو او پرې د عمل کولو وسیله بللی او ویې ویل، زده‌کوونکي باید علم د دنیاوي مقام او منصب لپاره نه، بلکې د دیني پوهې او عمل لپاره زده کړي.

هغه همداراز پر دې ټینګار کړی چې زده‌کوونکي دې د استادانو درناوی وکړي، په علمي او فقهي مجلسونو کې ګډون وکړي او د مدرسې مقررات مراعات کړي.

د نوموړي په وینا، عالمان د پیغمبرانو وارثان دي او د خلکو په اصلاح کې مهم رول لري. یاده دې شي چې غونډه د نظام او خلکو لپاره په دعا پای ته ورسېده.

اړوند خبرونه