ډېر لوستل شوي

بغلان کې روان کال د اوبو رسولو د شلو پروژو چارې بشپړې شوي

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وایي چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ریاست په همغږۍ د نړیوال بانک، اکتید او یونسف او نورو بنسټونو په مالي لګښت یې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې شل پروژې بشپړې کړي او ګټې اخستنې ته یې سپارلي دي.

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست وایي چې دا پروژې د بغلان  په خنجان، دوشي، تاله و برفک، بنو، ده صلاح، پلحصار، پلخمري، مرکزي بغلان، نهرین او دهنه غوري ولسوالیو کې بشپړې شوي چې د اوبو رسونې د شبکو رغونه او د نیمه ژورو څاګانو ایستل پکې شامل وو.

ددې پروژو ټولټال لګښت ۵۴ مېلیونه، ۶۰۸ زره او ۵۰۹ افغانۍ دی چې په روان کال کې یې چارې بشپړې شوې دي.

د بغلان ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له قوله چې ددې پروژو په بشپړېدو سره نږدې ۲۰۰۰ تنو ته د پاکو اوبو لاسرسی اسان شوی.

اړوند خبرونه