ډېر لوستل شوي

د هیواد دوښمنان د افغانانو ترمنځ مذهبي جګړو ته لمن وهي

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د ولایتونو او امنیه قومندانیو د ویاندویانو د ظرفیت لوړونې په سیمینار کې ویلي چې د هېواد دښمنان هڅه کوي، څو د افغانانو ترمنځ مذهبي جګړې لوغړنې کړي. ده زیاته کړه: د هیواد دوښمنان غواړي چې د سني او اهل‌ تشيع‌ هېوادوالو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړي او په وینا یي چې دوی به هیڅکله دغو ډلو ته اجازه ورنه کړي څو دغو شومو موخو ته ورسیږي.

نوموړی همداراز د بيان آزادي د ټولو حق یادوی خو زیاتوي چې دغه آزادي باید د هیواد له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.

مولوي عزیزي د امنیه قومندانانو ویاندویانو ته ویلي چې له رسنیو سره د مالوماتو په شریکولو کې خپله همکاري زیاته کړي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د ولایتونو او امنیه قومندانیو د ویاندویانو د ظرفیت لوړونې په سیمینار کې له دوی څخه غوښتي، چې له رسنیو سره ښه چلند وکړي او د معلوماتو په شریکولو کې دې ورسره خپله همکاري زیاته کړي.

د اسلامي امارت مسوولان دغه راز وایي چې له رسنیو سره دمالوماتو شریکول د نظام په ګټه کار دی او له رسنوالو سره باید مالومات په بې پرې او واقعي ډول شریک شي.

اړوند خبرونه