ډېر لوستل شوي

تخار کې نږدې څلور زره کیلوګرامه نشه یي توکي وسوځول شول

د تخار د امنیې قوماندانۍ اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو له خوا څه باندې ۳۷۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول.

 د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافی واي چې سوځول شوي نشه يي توکي په تېرو دوو کلونو کې له ۱۳۲ قاچاق وړونکو څخه راټول شوي دي.

په دې کې الکولي مشروبات، چرس، هیروین، تریاک، شیشه، ټابلېټ کا، کوکاین، ایتانول او نور نشه يي توکي شامل وو، چې د دې ولایت د دولتي چارواکو او علماوو په حضور کې د تنګي فرخار په سیمه کې وسوځول شول.

یاده دې شي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه پرېکنده ده او د هر ډول نشه یي توکو کارونه، پېر او پلور منع دی.

اړوند خبرونه