ډېر لوستل شوي

د خوست اور وژونکو ۲۲ پېښو ته پر وخت رسېدنه کړې

د خوست قوماندانۍ اړوند اطفايې مديريت د تېرو شپږو مياشتو په لړ کې د اورلګېدنې ۲۲ پېښو ته پر وخت رسېدنه کړې ده.

د خوست امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر ويلي، له دې سره د شاوخوا ۵۸ ميليونه ۵ زره افغانۍ د سوځېدو او دغه راز د نورو مالي زيان اوښتو مخه نيول شوې ده. همدارنګه په ياده موده کې، د ۱۱۲ مارکیټونو، لوړ پوړیزو ودانیو، پمپ سټېشنونو او ګازو شرکتونو څخه څارنه او سروې ترسره شوې او خاوندانو ته يې په اړوندو برخو کې لازمې لارښونې هم شوې دي.

اړوند خبرونه