د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ، د رییس الوزرا مخکینی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
مولوي عبدالکبیر ته د پخواني سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني تر شهادت وروسته ددې وزارت سرپرستۍ سپارل کیږي.