ډېر لوستل شوي

هرات کې یو شمېر زلزله‌ځپلو ته نوي جوړ شوي کورونه ووېشل شول

د هرات پر يو شمېر زلزله ځپلو کورنيو نوي جوړ شوي کورونه چې د یوې ترکۍ موسسې په مالي لګښت جوړ شوي وو؛ ووېشل شول.

 د ترکۍ موسسې ادیف لخوا د نويو جوړو شويو کورونو پرانیسته پرون (سه شنبه د مرغومي په ۱۹مه) وشوه او مستحقو کورنیو ته ورکړل شول.

 د دې موسسې چارواكو ويلي چې د دغو كورونو جوړولو دوه مياشتې وخت ونیو.

 د دوی په وینا، د کورونو پر جوړولو سربېره د کور ځیني وسایل هم ورته چمتو شوي دي.

 دغه کورونه د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ په “ازغلک” کلي د ۲۴ مستحقو کورنیو لپاره جوړ شوي.

ورته مهال د حکومت له لوري هم د زلزله ځپلو لپاره په څو برخو کې د استوګنځایونو د جوړولو چارې روانې دي او ډېر ژر به بشپړې شي.

اړوند خبرونه