د غزني امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، چې د دې ولايت د دهيک ولسوالۍ په “کيوان” دښته کې د هاوان ۷ نا چاودې مرمۍ په مسلکي توګه له منځه وړې دي.
د دې قومانداني مسوولينو ويلي، چې دوه ورځې وړاندې هم د يادې ولسوالۍ د “فجک” په کلي کې د هاوان نا چاودې مرمۍ له منځه وړل شوې دي. د ويلو ده، چې د امنیتي ځواکونو دغه ډول هڅې نه یوازې د خلکو ژوند خوندي کوي؛ بلکې د هغوی باور زیاتوي او په سيمه کې امن ته لار هواروي.