په ماليزيا کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست نقيبالله احمدي د ماليزيا د فدرالي ايالتونو له مفتي دوکتور لقمان عبدالله سره په دولتي پلازمينه پوتراجايا کې ليدلي دي.
ياد سفارت په خپل اېکس ليکلي، په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ماليزيا پر اړيکو او دغه راز په دوه اړخيزه همکاريو خبرې کړې دي.
په ماليزيا کې د افغانستان سفير نقيبالله احمدي په خپلو خبرو کې په هېواد کې د اشغال د خاتمې ستر سبب د افغانانو مبارزه او د ديني علماوو فعاله ونډه بللې ده. ياده دې شي، په ياده ناسته کې د ماليزيا د فدرالي ايالتونو مفتي له افغانستان سره د خپلو همکاريو دوام ته چمتووالی ښودلی دی.