ډېر لوستل شوي

ستره محکمه: ايران کې به په اعدام محکوم شويو افغانانو ته د بديلې سزاء لار پيدا کړي

د سترې محکمې د اداري مرستيال شيخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ يو قضايي پلاوي د اړوند لوړ پوړو مسوولينو سره د ليدنې په موخه ايران ته سفر وکړ.

يادې محکمې په خپل اېکس کې ويلي، په دې سفر کې به دواړه هېوادونه د قضایي همکاريو په ټينګښت، ايران کې د افغان زندانيانو د حقونو په ساتلو او په اعدام محکوم شويو افغانانو ته د بديلې سزاء په تړاو خبرې وشي.

ياد وزارت دغه راز ويلي، چې دغه پلاوی به ايران ته د دوه ورځني سفر په لړ کې د عدليې وزارت له وزير، د محکومينيو د استرداد کمېټې له رييس او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د اړوند موضوعاتو په تړاو خبرې وکړي. د ويلو ده، چې ایران د افغان کډوالو په پار د یو مهم کوربه هېواد په توګه پېژندل کېږي؛ خو په ورته وخت کې ګڼ شمېر افغانان د قانوني مسائلو له امله په ایران کې د بند یا اعدام له سزاء سره مخ شوي دي.

اړوند خبرونه