ډېر لوستل شوي

مجاهد: ۳۶ نوي نور جوړ شوي کورونه مو د هرات د زلزله ځپلو په وک کې ورکړل

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد بېګاه ناوخته په خپل اېکس ولیکل چې په هرات کې یې ۳۶ نور نوي جوړ شوي کورونه د دې ولایت د وروستۍ مرګونې زلزلې قربانیانو ته سپارلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي و چې دا کورونه د رباط سنګۍ ولسوالۍ په خوش رباط او باغ زحمت کې جوړ شوي او هغه کورنیو ته سپارل شوي چې په زلزلو کې یې کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي وو.

یاده دې شي چې په تېر اکتوبر کې یوې ځواکمنۍ زلزلې د هرات د زنده جات ولسوالۍ د نږدې یو نیم زر تنو ژوند واخیست او زرګونه نور یې ټپیان کړل. په دې زلزله کې همداشان زرګونه کورونه په بشپړه توګه ویجاړل شول. د هرات زلزله ځپلي وخت ناوخت ګیله کوي چې د ژمي په سړو شپو ورځو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي او ورسره شوې ژمنې لا نه دي ریښتیا شوي.

اړوند خبرونه