ډېر لوستل شوي

حقاني: له ايران څخه د افغان بنديانو د لېږ بهير ته بشپړ چمتووالی لرو

د اسلامي امارت د سترې محکمې پلاوي ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د عدليې له وزير امين حسين رحيمي، د ياد وزارت د نړيوالو چارو له مرستيال عسکر جلاليان، د بهرنيو چار وزارت او د نړيوالو پوليسو له استازو سره کتلي دي.
يادې محکمې ويلي، په دې ناسته کې دواړه هېوادونه د قضایي همکاريو په ټينګښت، ايران کې د افغان زندانيانو د حقونو په ساتلو او په اعدام محکوم شويو افغانانو ته د بدیلې سزا په تړاو خبرې شوې دي.
د سترې محکمې اداري مرستيال شيخ عبدالمالک حقاني ويلي، چې له ايران څخه د افغان زندانيانو د لېږ بهير ته بشپړ چمتوالی لرو چې افغانستان ته يې ولېږدوو.
ياده دې شي، په دې ناسته کې د ايران د عدليې وزير او د نړيوالو پوليسو استازو افغان پلاوي ته په قضايي برخو کې د هر راز همکاريو ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه