ډېر لوستل شوي

شيخ ندا‌ء محمد نديم: عالمان د انبياوو وارثان دي

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شيخ ندا‌ء محمد نديم کندهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د “جامعه اسلاميه مدرسې” د زده‌کوونکو په فراغت غونډه کې ګډون کړی.

ياد وزارت وايي، په دې غونډه کې ښاغلي نديم عالمان د انبياوو وارثان بللي او دغه راز يې زياته کړې، چې عالمان د الله جل جلاله، د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ملايکو او ټولو انسانانو په نزد ډېر لوړ مقام او عزت لري. د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست فارغو شويو عالمانو ته لارښونه کړې، چې د اسلامي شريعت په رسولو او عملي کولو کې خپل مسووليت تر سره کړي.

اړوند خبرونه