د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د فدراتيفې روسيې له سفير ديمتري ژیرنوف او له ياد هېواد څخه د اقتصادي او سوداګريز مشاور نيکولای ساژونوف په مشري راغلي پلاوي سره کتلي دي.
د ياد وزارت وياند سمېعالله ابراهيمي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي او سوداګريزو دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړې دي.
په ياده ناسته کې ښاغلي عمري ويلي، چې اسلامي امارت د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام او د ملي ګټو په پام کې نيولو سره د نيک تعامل غوښتوونکی دی.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د روسيې سفير د دواړو هېوادو د اړيکو پرمختګونو ته په اشارې ويلي، چې هېواد يې نه يوازې خپل سوداګر په افغانستان کې پانکونې ته هڅولي؛ بلکې افغان پانګوالو ته يې هم ګڼ شمېر اسانتياوې رامنځته کړې دي. ياده دې شي، چې د روسيې سفير ديمتري ژيرنوف همداراز د ټرانزیټ په برخه کې د همکارۍ ډاډ هم څرګند کړی.