ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر د شوراندام سيمنټو کارخونې مسوولينو ته لازمې سپارښتنې کړې

د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د کندهار شوراندام سيمنټو د کارخونې د چارو له بهير څخه ليدنه کړې ده.

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت ويلي، چې د يادې ليدنې په لړ کې ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه کارخونې له ترسره شويو چارو خوښي څرګنده کړې او اړوند مسوولينو ته يې د چارو د غوره کيفيت او په ټاکلي وخت کې د بشپړېدو په پار لازمې لارښوونې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د يادې کارخونې د جوړولو چارې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري خصوصي شرکت ته سپارل شوې، چې اوس یې چارې په چټکۍ سره روانې دي او شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي.

مسوولين وايي، چې په ياده کارخونه کې به شاوخوا ۵۰۰۰ هېوادوالو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه هم برابره شي. ياده دې شي، چې د شوراندام سيمنټو د کارخونې په لومړۍ پړاو کې به د سیمنټو تولیدي ظرفیت په ورځني ډول ۱۵۰۰ ټنه او په راتلونکي کې به یې د تولید کچه ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.

اړوند خبرونه