د عامي ورغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د ”سياراس، ایايمسي، د ماشومانو د ساتنې او د World vision” مؤسسو له مسوولينو سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو، د مور او ماشومانو برخې روغتيايي خدمتونو ته پر لا ډېرې پاملرنې او د افغان روغتيايي پرسونل ظرفيت لوړولو په تړاو خبرې شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست په دې ناسته کې دغه راز هېوادوالو ته د معياري روغتيايي خدمتونو په وړاندې کېدو ټينګار کړی دی. ياده دې شي، چې د يادو مؤسسو مسوولينو په هېواد کې د روغتيا په برخه کې په معياري توګه د چوپړتياوو په رامنځته کېدو د ګډې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.