د افغانستان د ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې د اسیا پاسفیک سیالیو په دویمه لوبه کې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه.
د هیواد د معلولینو لوبغاړو نن سهار (یکشنبه د مرغومي ۲۴مه) د ټایلنډ په بنکاک ښار کې سعودي عربستان د ۷۹-۴۴ په توپیر مات کړ.
ددې سیالیو په لړ کې به د افغانستان د ویلچیر باسکټبال لوبډله له متحده عربي اماراتو او فلیپین سره مخ شي.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ هیواد ته د ۷۷- ۳۷ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړې وه او لومړۍ بریا یې ګټلې وه.
یاده دې شي چې دا سیالۍ وړمه ورځ جمعه پيل شوې وې چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.