د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت وايي، د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د هغې يتيمې نجلۍ د نکاح مخنيوی شوی، چې د هغې له خوښې پرته کېدله.
ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې نکاح مخنيوی په داسې مهال کې شوی، چې د نجلۍ ناسکه وروڼو له لوري د هغې له خوښې پرته يو معتوه (ذهنې ناروغ) ته ورکړل شوې وه.
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت د محتسبينو په وينا، اسلام د نکاح په اړه روښانه لارښوونې لري؛ چې په هغې کې د هلک او نجلۍ خوښه تر ټولو اړينه ده. دا په داسې مهال ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د ګڼو غير شرعي نکاحو مخنيوی کړی دی.

