د خوست امنیه قومندانۍ ویلي چې د علیشېرو ولسوالۍ د وحشي پېښې له ۷ تنو نیول شویو ۳ اصلي قاتلین په ډاګه شوي دي.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار ویلي، چې دا کسان د قومندانۍ او استخباراتو رياست ځواکونو په ګډو هڅو نیول شوي وو.
په نیول شویو کې یو پلار او دوه زامن شامل دي.
ښاغلي احرار زیاته کړې، چې اصلي قاتلین چې یو پلار او دوه زامن دي، نن د ځاځي ميدان ولسوالۍ يوې لرې پرته سيمه کې نیول شوي.
د مسوولینو له قوله نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې له نیول شویو کسانو سره دوه میله کلاشېنکوف او یو لاسي بم هم نیول شوی.
یاده دې شي چې دې کسانو تېره چهارشنبه د خوست علیشېرو ولسوالۍ کې ۱۳ بېګناه هېوادوال شهیدان کړل.

