له نشهيې توکو سره د مرکز لښکرګاه د مبارزې مديريت يو تن د څه باندې زر “ټابليټکا” ګوليو سره لاس په لاس نيولی دی.
د هلمند امنيه قومانداني د رسنيو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه کس يې د مرکز لښکرګاه دويمې امنيتې حوزې اړوند تر کشفي معلوماتو وروسته نيولی دی.
د يادې قومانداني د مسوولينو په وينا، چې نيول شوی کس به تر بشپړو تحقيقاتو وروسته اړونده ارګانونو ته ور وپېژندل شي. د هلمند امنيه قومانداني د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره هېوادوالو ته ډاډ څرګند کړی، چې د نشه یي توکو په وړاندې ګړندۍ مبارزه روانه ده.