د پکتيکا امنيه قومانداني د رسنيو دفتر په ارګون ولسوالۍ کې د درې ميله کلاشينکوفونو له کشف او ضبط څخه خبر وکړی دی.
يادې قومانداني په خپل اېکس ليکلي، دغه کلاشينکوفونه د امنيتي ځواکونو د کشفي معلوماتو په بنسټ ترلاسه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو د کشف او ضبط لپاره خپلې هڅې لا زياتې کړې؛ ترڅو د سیمې ثبات او د خلکو امنیت ته وده ورکړي.