ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي: محتسبان دې په نېک چلند او د زړه له تله د نظام ساتنه وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وايي چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان دې په غوره چلند او د زړه له تله د نظام په ساتنه او پایښت کې ونډه واخلي.

ارګ په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې ښاغلي حنفي دغه څرګندونې پرون یکشنبه (د مرغومي په ۲۴ مه) په کابل کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر مسوولینو او محتسبانو د ظرفیتونو د لوړولو په سیمینار کې وکړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه: ((محتسبین باید د خپلو کړنو او چلند په مټ خلک نېکو چارو ته راوبلي او له بدو کارونو یې منع کړي.))

د اسلامي امارت دغه چارواکي ټینګار وکړ چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شکایتونو څانګه به اړوندو برخو ته د خلکو د عادلانه شکایتونو په لېږدولو سره د ملت او دولت تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

د مولوي عبدالسلام حنفي په وينا، نورو انسانانو ته د عدالت په ورکړه کې مرسته د امرباالمعروف او نهی عن المنکر امر دی.

په هیواد کې د اسلامي امارت له بشپړې واکمنۍ وروسته د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محستبان د ټولنې د خیر ښېګڼې په موخه په خپلو چارو بوخت شول.

دا وزارت هڅه کوي چې د سیمینارونو او لنډ مهالو پروګرامونو په مټ د خپلو کارکوونکو ظرفیتونه لا لوړ کړي.

اړوند خبرونه